کندوز -- افغان ځواکونو په وروستیو وختونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۲۲ تنه اورپکي ووژل او دوه شکمن د نشه یي توکو قاچاقچیان یې ونیول.
خامه پرېس د اګست په ۱۷مه راپور ورکړ چې عسکرو په وروستیو وختونو کې د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۳ تنه اورپکي ووژل.
د طلوع نیوز د راپور په اساس، د کورنیو چارو وزارت وویل چې نورو عسکرو په وروستیو وختونو کې د کندوز ولایت د خان اباد او چاردره ولسوالیو د طالبانو یوه حمله په شا وتمبوله، او لږ تر لږه ۱۹ تنه طالبان یې ووژل. د کورنیو چارو د وزارت د وینا په اساس، اورپکو د اګست په ۱۶مه حمله پیل کړه.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د خان اباد ولسوال حیات الله امیري وویل چې په دغې ولسوالۍ کې سخت جنګ جریان لري.
پژواک خبري اژانس د اګست په ۱۷مه د کورنیو چارو د وزارت له قوله خبر ورکړ چې په یوه جلا پېښه کې پولیسو په وروستیو وختونو کې د نشه یي توکو دوه تنه شکمن قاچاقچیان له ۸۰۰ کیلوګرامه څخه ډېر اپین سره په بامیان ولایت کې ونیول.