کابل -- د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په وروستیو جګړو کې لږ تر لږه ۶۹ تنه اورپکي، ۲۱ تنه امنیتي پرسونل او ۲ تنه ماشومان ووژل شول.
د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د دفاع وزارت د سپتمبر په ۶ مه وویل چې عسکرو د هېواد په بېلابېلو برخو کې په مختلفو ولایتونو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۶۱ تنه اورپکي ووژل.
د دفاع وزارت وویل چې لږ تر لږه ۱۵ تنه عسکر ووژل شول.
د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، یوه چارواکي د سپتمبر په ۶مه وویل چې ۶ تنه پولیس افسران او ۱۹ تنه یاغیان په وروستیو وختونو کې د کندوز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې ووژل شول.
هغه ۲۵ تنه مړي ښایي د حکومت او یاغیانو د تلفاتو برخه وي چې د دفاع وزارت له خوا یې راپور ورکول شوی دی.
د خامه پرېس د سپتمبر د ۷مې د راپور له مخې د دفاع وزارت وویل چې د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې یوې وروستۍ هوایي حملې د داعش لږ تر لږه ۸ تنه غړي ووژل.
د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، د میدان وردک ولایت د جغتو ولسوالۍ د یوه ښوونځي سرمعلم رحمت الله وویل چې یوه زاړه بم په وروستیو وختونو کې دوه تنه زده کوونکي ماشومان په یاده ولسوالۍ کې له یوه ښوونځي سره نژدې ووژل.