۴۰ افغان اورپکي ووژل شول، اورپکي په غور او ننګرهار کې ماشومان استخداموي

د سټاف راپور

کابل -- افغان او ایتلافي ځواکونو په وروستیو وختونو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۴۰ تنه اورپکي ووژل، په داسې حال کې چې چارواکي یاغیان په دې تورنوي چې په غور او ننګرهار ولایتونو کې یې ماشومان استخدام کړي دي.

د خامه پرېس د راپور په اساس د ننګرهار ولایت پولیسو د سپتمبر په ۲۸مه وویل چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې یوې وروستۍ هوایي حملې د داعش لږ تر لږه ۱۸ تنه غړي ووژل. د داعش په مړو غړو کې یو قوماندان او یو تش په نامه قاضي هم شامل ول.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د غزني ولایت پولیسو د سپتمبر په ۲۸مه وویل چې د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې وروستیو شپنیو هوایي حملو ۱۶ تنه اورپکي ووژل.

د پژواک خبري اژانس د سپتمبر د ۲۸مې د یوه راپور له مخې، امنیتي چارواکو وویل چې عسکرو په وروستیو وختونو کې په هلمند ولایت کې ۶ تنه طالبان ووژل.

په عین حال کې، افغانستان ټایمز د سپتمبر په ۲۸مه د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې طالبان په دې اخته دي چې ماشومان استخدام کړي چې د امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه وکړي.

د غور ولایت د بشري حقونو مشر ذبیح الله جواد ازادۍ راډېو ته وویل چې حکومت د اسنادو په شمول داسې شواهد لري چې ثابتوي چې طالبان په دغه ولایت کې ماشومان په خپلو لیکو کې استخداموي.

د والي ویاند عبدالحی خطیبي د جواد استدلال تایید کړ.

افغانستان ټایمز د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د یوه قومي مشر حاجي عظیم خان له قوله خبر ورکړ چې په دغه ولایت کې داعش ماشومان په خپلو لیکو کې استخداموي.

په عین حال کې پژواک خبري اژانس د لوګر د والي د ویاند سلیم صالح له قوله خبر ورکړ چې یوه ځمکني ماین د سپتمبر په ۲۸مه په پل علم کې دوه ورونه ووژل. دغه ورونه ماشومان ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500