افغان ځواکونو ۳۷ اورپکي ووژل؛‌ چاودنو ۱۷ تنه ټپیان کړل

د سټاف راپور

کابل -- افغان ځواکونو په وروستیو وختونو کې لږ تر لږه ۳۷ تنه اورپکي ووژل،‌ په داسې حال کې چې په کابل او بغلان کې په بېلابېلو چاودنو کې ۱۷ تنه افغانان ټپیان شول.‌

طلوع نیوز د جولای په ۲۹مه د ننګرهار د والي د ویاند عطاءالله خوګیاڼي له قوله راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ۳۶ غړي ووژل.‌

هغه وویل چې سرتېري د ائتلافي ځواکونو په هوایي ملاتړ سره په اچین او کوټ ولسوالیو کې تصفیوي عملیات ترسره کوي.‌

طلوع نیوز د جولای په ۲۸مه د ملي امنیت د ریاست د یوې خبرپاڼې په اساس راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست په وروستیو وختونو کې د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې یو اورپکی وواژه.

خامه پرېس د جولای په ۲۸مه راپور ورکړ چې پولیسو په وروستیو وختونو کې په کابل کې یو بم چې هغوی کشف کړی وو وچاوه. په پېښه کې یو پولیس افسر ټپي شو.‌

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنیې قوماندان ګوهرخان بابري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یاده ولسوالۍ کې یو بم چې په یوه ریکشا موټر کې اېښودل شوی وو چې د جولای په ۲۸مه وچاودېد او په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ تنه ملکیان ټپیان شول.‌

هغه وویل چې په ټپیانو کې شپږ تنه ماشومان او دوه تنه د طالب ضد ولسي پاڅون غړي هم شامل ول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500