افغان ځواکونو ۱۰۵ اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په وروستیو تاوتریخوالو کې د داعش د غړیو په شمول لږ تر لږه ۱۰۵ تنه اورپکي، او څلور تنه امنیتي پرسونل ووژل شول.

د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د دفاع وزارت د جولای په ۲۳مه وویل چې سرتېرو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۷۸ تنه اورپکي وژلي دي. د دفاع وزارت وویل چې څلور تنه عسکر هم ووژل شول.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د جولای په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په اچین او نازیان ولسوالیو کې د داعش لږ تر لږه ۲۲ تنه غړي ووژل. هغه پرته له دې چې د نازیان د جګړې د نېټې په هکله خبره وکړي وویل چې د هغوی له جملې څخه ۱۷ تنه د جولای په ۲۴مه په اچین ولسوالۍ کې او پنځه تنه په نازیان ولسوالۍ کې ووژل شول.

په نازیان ولسوالۍ کې د ۵ تنو مړینه ښايي د هغو ۷۸ تنو په مړینه کې شامل وي چې افغانستان ټایمز یې راپور ورکړی وو.

طلوع نیوز د خوست ولایت د امنیې د قوماندان فیض الله غیرت له قوله وویل چې د دغه ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د جولای په ۲۴مه له پولیسو سره په یوه نښته کې د حقاني د ترهګرې شبکې یو قوماندان ووژل شو او یو بل قوماندان یې ونیول شو.

افغانستان ټایمز د جولای په ۲۴مه راپور ورکړ چې په وروستیو وختونو کې د پروان ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه مشر ملا شکور په جنازه کې په جګړه کې لږ تر لږه ۹ تنه ووژل شول.

شکور د پروان ولایت له پاره د طالبانو تش په نامه والي وو چې تېره اونۍ د یوه ځمکني ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د خامه پرېس د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزیر د جولای په ۲۳مه وویل چې افغان ځواکونو په وروستیو وختونو کې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د طالبانو درې مهم قوماندانان ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500