افغان ځواکونو کوټ او دره صوف ولسوالۍ له اورپکو څخه پاکې کړې

د سټاف راپور

جلال اباد -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالي د داعش له اورپکو څخه پاکه کړه او د اچین او هسکې مېنې په ولسوالیو یې کار روان کړی دی.

د کومانډو د یونټ مشرغلام حضرت د جولای په ۲۶مه وویل چې په کوټ ولسوالۍ کې یوې وروستۍ حملې د داعش لږ تر لږه ۱۲۲ تنه غړي ووژل.

طلوع نیوز راپور ورکړ چې سرتېرو د داعش ودانۍ چې د روزنې مرکزونه او یوه محکمه په کې ول ونیول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل چې عسکرو په یو شمېرعملیاتو کې د داعش مرکزونه ویجاړ کړل او زیاته یې کړه چې اکثر وژل شوي اورپکي بهرنیان ول.

خامه پرېس د جولای په ۲۶مه د کورنیو چارو د وزارت له قوله ولیکل چې امنیتي ځواکونو د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ ډېرې سیمې له اورپکو څخه پاکې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې سربېره پر دې له ۱۱ ورځو سختو حملو څخه وروسته ۲۶۰ تنه طالبان په وروستیو وختونو کې په سمنګان ولایت کې تسلیم شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500