افغان ځواکونو د داعش ۱۲۳ اورپکي ووژل؛ د غزني د ښځو رییسه قاتلانه برید نه روغه ووتله

د سټاف راپور

جلال اباد -- رسنیو خبر ورکړی چې امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په اچین او کوټ ولسوالیو کې د "عراق او شام لپاره اسلامي دولت" (داعش) د یو مهم قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۱۲۳ غړي وژلي دي.

خامه پریس د جولای په ۲۶مه خبر ورکړ چې د ننګرهار د پولیسو له مخې، امنیتي ځواکونو د ۲۴ ساعتونو په موده کې اچین ولسوالۍ کې د داعش لږ تر لږه ۱۲۲ غړي ووژل.

د طلوع نیوز له مخې، د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي وویل چې په یو بل عملیات کې ځانګړو ځواکونو د جولای په ۲۵مه نېټه کوټ ولسوالۍ کې دغې ولسوالۍ لپاره د داعش قوماندان وواژه.

په عین حال کې، د غزني ولایت امنیه قوماندان امین الله خان امرخېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې غزني ولایت لپاره د ښځو د چارو رییسه شکریه ولي د جولای په ۲۶مه نېټه غزني ښار کې په موترسایکل سپرو وسله والو د قاتلانه برید نه روغه ووتله.

خو امرخېل وویل چې یو د عوایدو افسر چې د هغې په موټر کې سپور و ووژل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500