افغانانو په ستره محکمه برید شنډ کړ، او په ننګرهار کې یې ۵۰ اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو خبر ورکړ چې افغان سرتېرو په وروستیو کې د هیواد په ستره محکمه د یوه ترورستي برید توطیه شنډه کړه او په ننګرهار ولایت کې یې لږ تر لږه ۵۰ تنه اورپکي ووژل.

د خامه پریس د راپور له مخې یوه چارواکي وویل چې، امنیتي ځواکونو یوه داسې وسله واله ښځه ووژله چې د هیواد په ستره محکمه یې د برید کولو هڅه کوله. چارواکي وویل چې هغوی هغه ودانۍ ته له ننوتلو مخکې وویشتله او ویې وژله.

خامه پریس خبر ورکړ چې د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي د جولای په ۲۱مه نېټه وویل چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د جولای په ۲۰مه عملیاتو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه یاغیان ووژل چې په هغوی کې ۳۵ تنه د داعش غړي او ۱۵ تنه طالبان شامل ول.

د ننګرهار ولایتي ادارې د جولای په ۲۱مه په یوه بیانیه کې ویلي چې د دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي په ننګرهار ولایت کې د داعش په خلاف د یو لړ سترو عملیاتو د پیل کولو په هکله له ملکي خلکو او امنیتي چارواکیو سره د خبرو اترو کولو له پاره په دې وروستیو کې دغه ولایت ته لاړ.

د خامه پریس د راپور له مخې، ولسمشر اشرف غني ننګرهار ته د خپل اخري سفر پرمهال امنیتي ځواکونو ته امر کړی وو چې په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې داعش له منځه وېسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500