اروزګان -- د طلوع نیوز د راپور له مخې د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې د کندهار ولایت د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق د سپتمبر په ۸ مه د اروزګان ولایت ترینکوټ ته ورسېد چې د طالبانو پر ضد د جګړې مشري پرغاړه واخلي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل چې رازق له کندهار څخه ملاتړ کوونکي ځواکونه له ځان سره راوستل او د ایتلاف ځواکونو هوایي ملاتړ ور ولیږه، او زیاته یې کړه چې په طالبانو باندې له ترین کوټ څخه بهر هوایي حملې پیل شوي دي.
په ترین کوټ کې چارواکي د ملاتړو ځواکونو چې له ۱۰۰ تنو څخه ډېر کمانډو هم په کې دي ورتګ تاییدوي.