ترین کوټ -- د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د اروزګان ولایت په ترین کوټ کې د افغان هوایي ځواکونو په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۸ تنه طالب یاغیان ووژل شول.
د اروزګان پولیس وایي، چې هوایي برید د چارشنبې په ورځ / د جولای ۵ مه/ ناوخته پېښ شو، او زیاتوي چې دغه برید د اورپکو دا پلانونه چې په سیمه کې په امنیتي پوستو برید وکړي، شنډ کړل.