کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې افغان ځواکونو په هېواد کې د وروستیو جګړو پر وخت لږ تر لږه ۲۹ تنه یاغیان ووژل او ۱۰۱ تنه یرغمل شوي کسان یې ازاد کړل.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د کندوز ولایت د امنیې قوماندان محمد قاسم جنګل باغ د سپتمبر په ۲۶مه وویل چې عسکرو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې له ۲۰ تنو نه ډېر اورپکي د دغه ولایت په دشت برچي ولسوالۍ کې ووژل.
هغه زیاته کړه چې په دغې جګړه کې درې تنه عسکر ووژل شول.
د افغانستان ټایمز د خبر له مخې، د کورنیو چارو وزارت وویل چې عسکرو د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ۹ تنه طالبان ووژل. د کورنیو چارو وزارت زیاته کړه چې افغان ملي سرحدي پولیسو په وروستیو وختونو کې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۹ حلقې د سرک د غاړې بمونه خنثی کړل.
د افغانستان ټایمز د راپور له مخې د دفاع وزارت د سپتمبر په ۲۶مه وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو د سپتمبر په ۲۵مه لږ تر لږه ۱۰۱ تنه یرغمل شوي کسان چې په هلمند ولایت کې د طالبانو په بېلابېلو محبسونو کې ساتل کېدل ازاد کړل.