افغان ځواکونو ۲۶۰ اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- په اروزګان ولایت کې د وروستیو جګړو په ترڅ کې خواوشا ۲۶۰ تنه اورپکي ووژل شول. په عین حال کې، جمهور رییس اشرف غني په وروستیو وختونو کې په کابل کې د یوې ناڅاپي کتنې پر وخت د ګڼو لوړپوړو چارواکو دندې وځنډولې.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د اروزګان والي محمد نذیر خروټي د سپتمبر په ۲۷مه وویل چې عسکرو د بهرنیو اورپکو په شمول خواوشا ۲۶۰ تنه طالبان د دغه ولایت په ترینکوټ کې ووژل.

د افغانستان ټایمز د خبر له مخې، د ملي امنیت ریاست د سپتمبر په ۲۶مه راپور ورکړ چې په وروستیو وختونو کې یې په کندهار ولایت کې ۱۵ تنه طالبان ونیول. د ملي امنیت د ریاست د خبر له مخې، شکمن کسان د طالبانو د کوېټې د شورا غړي دي.

په عین حال کې، خامه پرېس راپور ورکړ چې ولسمشر غني د سپتمبر په ۲۵مه په کابل کې له ملکي او نظامي ادارو څخه یوه ناڅاپي لیدنه وکړه. د هغه ادارې په یوه بیانیه کې وویل چې هغه د کابل د ۹مې امنیتي حوزې د آمر او یو شمېر نورو لوړپوړو پولیس چارواکو دندې وځنډولې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو د تازه او دقیقو خبرونو له امله له تاسو څخه مننه. په درناوي رستګار

ځواب ورکړئ