۷۴ افغان اورپکي او ۷ امنیتي پرسونل ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- په افغانستان کې په وروستیو جګړو کې لږ تر لږه ۷۴ تنه اورپکي او ۷ تنه عسکر ووژل شول.

د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د دفاع وزارت د سپتمبر په ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې عسکرو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۶۷ تنه اورپکي ووژل.

د دفاع وزارت وویل چې په مړو اورپکو کې هغه ۱۰ تنه ماین ښخوونکي او د هغوی قوماندان هم شامل ول چې په غزني ولایت کې ووژل شول، او زیاته یې کړه چې په ۷ تنه افغان عسکر هم په جګړه کې ووژل شول.

د خامه پرېس د سپتمبر د ۲۷مې د راپور په اساس د افغان ملي اردو ویاند محفوظ الله اکبر وویل چې د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د نظامي قوماندان په شمول ۷ تنه اورپکي هغه وخت ووژل شول چې هغوی د سپتمبر په ۲۶مه د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په اړوندو پوستو حمله وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500