۱۸ افغان امنیتي پرسونل، ۲ ملکیان ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- لږ تر لږه ۱۸ تنه امنیتي پرسونل، ۲ تنه ملکیان او نامعلوم شمېر اورپکي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د وروستیو جګړو په ترڅ کې ووژل شول.

خامه پرېس د سپتمبر په ۷مه د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ چې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د طالبانو دوه تنه قوماندانان، یو تش په نامه ولسوال او ګڼ شمېر یاغیان ووژل شول.

د دفاع وزارت وویل چې د افغان ملي اردو ۱۲ تنه عسکر ووژل شول.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل چې یو مقناطیسي بم چې په یوه بایسکل پورې نښلول شوی وو د سپتمبر په ۸ مه په کابل کې وچاودېد. د قربانیانو په هکله د نورو جزیاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د لغمان ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سپتمبر په ۷مه د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې په یوه دوکان کې دننه د یوه بم په چاودنه کې ۲ تنه ملکیان او یو پولیس افسر ووژل شول.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیې قوماندان جګړن نظام الدین قیصاري تایید کړه چې لږ تر لږه ۴ تنه طالبان او ۵ تنه افغان محلي پولیس د سپتمبر په ۷ مه په جګړه کې ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500