افغان ځواکونو د خواجه غار ولسوالي له اورپکو څخه پاکه کړه

د سټاف راپور

تالقان، افغانستان -- پژواک خبري اژانس د سپتمبر په ۲۹مه د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې افغان ځواکونو په وروستیو وختونو کې د تخار ولایت ډېرې برخې له طالبانو څخه پاکې کړې.

د تخار د والي ویاند ثناءالله تیمور وویل چې عسکرو په وروستیو وختونو کې په تخار او کندوز ولایتونو کې پراخ عملیات ترسره کړل، او زیاته یې کړه چې طالبان له خواجه غار ولسوالۍ څخه وتښتېدل.

افغان ملي اردو په تخار او کندوز کې شوي عملیات تایید کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500