کندوز-- چارواکو وویل چې په کندوز ولایت کې د درې ورځو په جګړو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه اورپکي او درې تنه ملکیان ووژل شول، په داسې حال کې چې عسکرو د ننګرهار ولایت له ۷ کلیو څخه د داعش اورپکي واېستل.
طلوع نیوز راپور ورکړ چې د اکتوبر په ۶ مه د کابل - کندوز په لویه لاره او د کندوز ښار په بېلابېلو برخو کې درنه جګړه پېښه شوه.
د والي دفتر وویل، عسکرو چې هوایي او ځمکنۍ حملې یې کولې په تېرو درې ورځو کې په کندوز ولایت کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه طالبان ووژل.
د والی دفتر وویل، د کندوز ولایت په جګړه کې خواوشا ۲۰ تنه عسکر ټپي یا ووژل شول او درې تنه ملکیان هم ووژل شول.
پژواک خبري اژانس د اکتوبر په ۶ مه د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له قوله راپور ورکړ چې په عین حال کې امنیتي ځواکونو په وروستیو کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له ۷ کلیو څخه د داعش اورپکي واېستل.
په بیانیه کې راغلي چې د داعش ډېرغړي ټپي یا ووژل شول.