کندوز -- د امنیتي چارواکو په وینا، افغان امنیتي ځواکونو په کندوز ښار کې په وروستۍ جګړه کې خواوشا ۲۰۰ تنه طالبان ووژل. جګړه له څلورو ورځو راهیسې روانه ده.
چارواکو وویل، عسکرو د طالبانو یو تش په نامه والي هم وواژه.
د طلوع نیوز د اکتوبر د ۷مې د یوه راپور په اساس، محلي چارواکو وویل چې هغوی د ښار ډېرې برخې تصفیه کړې دي. یادې خبري ادارې وویل چې خواوشا ۲۰ تنه عسکر ټپي یا وژل شوي دي.
د ازادۍ راډېو د راپور په اساس، د کندوز ولایت د امنیې قوماندان جنرال قسیم جنګل باغ د اکتوبر په ۶ مه وویل، عسکرو د ښار له جنوبي نیمې برخې څخه اورپکي اېستلي دي.