افغان ځواکونو له فراه ښار څخه اورپکي پسې واخیستل

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د فراه ولایت له مرکز فراه ښار څخه اورپکي پسې واخیستل.

د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ایبال بایر وویل، طالبانو د اکتوبر د ۹مې په وروستیو کې له څلورو بېلابېلو خواوو څخه په فراه ښار باندې حملې پیل کړې، خو امنیتي ځواکونو هغوی مجبور کړل چې بېرته وتښتي، او لږ تر لږه ۲۷ تنه یاغیان یې ووژل.

په عین حال کې، پژواک خبري اژانس د اکتوبر په ۱۱مه راپور ورکړ چې د فراه ولایت له غورماچ ولسوالۍ څخه د نښتو په هکله راپور ورکول شوی دی.

سرچینو وویل، «د غورماچ په نښتو کې یو شمېر افغان امنیتي پرسونل او ۱۱ تنه طالب اورپکي ووژل شول.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500