طالبان له غورماچ نه بېرته پسې واخیستل شول

د سټاف راپور

کابل -- د خامه پرېس د راپور له مخې، چارواکو وویل چې امنیتي ځواکونو اورپکي د فاریاب ولایت له غورماچ ولسوالۍ نه بېرته پسې واخیستل.

د غورماچ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ یوه ویاند وویل، دغه امنیتي عملیات د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ ترسره شول، چې د ولسوالۍ د ادارې د ودانۍ، د ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ، او د غورماچ د بازار کنټرول یې له طالبانو څخه ترلاسه کړ.

هغه زیاته کړه چې دا عملیات د افغان هوایي ځواک له خوا هم حمایه کېدل.

په عین حال کې، پژواک خبري اژانس د اکتوبر په ۲۱مه راپور ورکړ چې افغان ولسمشر اشرف غني په یوه ۹ ماده ییز حکم کې چې د سولې د تړون د تطبیق لپاره یې صادر کړ امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې د افغانستان د اسلامي حزب د مورچلو، مرکزونو او بېسونو ویشتل دې بند کړي.

د ولسمشرۍ د فرمان په اساس، امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې له اسلامي حزب سره د هغوی د بېسونو په هکله مشوره وکړي چې اوربند په مؤثره توګه نافذ کړي او د هرې بدې پېښې مخه ونیسي.

په فرمان کې راغلي، که د اسلامي حزب جنګیالي د بیا یوځای کېدنې په ترڅ کې د وسله والو مخالفانو تر حملو لاندې راشي، افغان امنیتي ځواکونه به په بشپړ ډول له هغوی سره مرسته وکړي.

فرمان زیاتوي، د افغان امنیتي ځواکونو رهبرۍ ته لارښوونه شوې چې د سولې د هوکړې د محتویاتو په تطبیق کې له بهرنیو ځواکونو سره بشپړه همغږي ولري.

افغان ولسمشر اشرف غني او د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار تېره میاشت د سولې تاریخي هوکړه لاسلیک کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500