کندوز تصفیه شو، د هلمند په عملیاتو کې ۴۰ تنه اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې افغان ځواکونو له طالبانو سره له نهو ورځو اوږدې جګړې څخه وروسته کندوز تصفیه کړ، په داسې حال کې چې ۴۰ تنه طالبان د هلمند ولایت د لښکرګاه په جنګونو کې ووژل شول.

د خامه پرېس د خبر له مخې، د کندوز ولایت د امنیې قوماندان محمد معصوم هاشمي وویل، طالبان د اکتوبر په ۱۱مه له یوه سخت جنګ څخه وروسته له کندوز ښار څخه پسې واخیستل شول. هاشمي زیاته کړه چې دا مهال عملیات د ولایت په لیرې پرتو سیمو کې ترسره کیږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وویل، د اورپکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه ملکي خلک ووژل شول او له ۳۵۰ تنو څخه ډېر نور ټپیان شول.

پژواک خبري اژانس د اکتوبر په ۱۱ مه د ۲۱۵ میوند قول اردو د ویاند جګړن احمد شکیل تسل له قوله راپور ورکړ چې د باباجي او چاه انجیر په سیمو کې په روانو نښتو کې لږ تر لږه ۴۰ تنه اورپکي او یو شمېر امنیتي منسوبین ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500