په لغمان کې د ترهګرو ډله ونیول شوه؛ په سرپل کې ۶۲ طالبان تسلیم شول

د سټاف راپور

کابل -- په لغمان کې د ترهګرو یوه درې کسیزه ډله ونیول شوه، په داسې حال کې چې په سرپل ولایت کې ۶۲ تنه طالبان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول چې د سولې پروسې سره یوځای شي.

افغانستان ټایمز د ملي امنیت د ریاست د اکتوبر د ۱۷مې د خبرپاڼې په اساس راپور ورکړ، د یوه ترهګریز پلان مخه هغه وخت ونیول شوه چې استخباراتي کارمندانو د اورپکو یوه درې کسیزه ډله ونیوله. په یاده ډله تور دی چې غوښتل یې په چاودونکیو توکو سمبال یوه موټرسایکل او یوه مقناطیسي بم په کارولو سره د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې ځانمرګي بمي بریدونه ترسره کړي.

خامه پرېس راپور ورکړ چې یو کس هغه وخت ټپي شو چې یوه بمي برید د اکتوبر په ۱۸مه د کابل ښار په تایمني سیمه کې د اجرایه ریاست د لومړي مرستیال محمد خان د یوه سلاکار موټر په نښه کړ.

په عین حال کې، پژواک خبري اژانس د اکتوبر په ۱۷مه د سرپل ولایت د والي محمد ظاهر وحدت له قوله راپور ورکړ چې د طالبانو یوه ۶۲ کسیز ګروپ په یاد ولایت کې یاغیتوب ته د پای ټکی کېښود او خپلې وسلې یې په ځمکه کېښودې.

وحدت وویل چې دغه ګروپ له تېرو درې کالو راهیسې د سرپل ولایت په شېرام سیمه کې فعال وو، او زیاته یې کړه چې تسلیم شویو اورپکو ۳۲ میله کلاشینکوف، ۲ ماشین ګن، ۳ تمانچې، ۲ راکټ لانچرې او نور پوځي وسایل امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500