افغان ځواکونو د ترهګریزو پلانونو مخه ونیوله، طالبانو او حکومت خبرې بیا پیل کړې

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې امنیتي ادارو یو کس چې د ځانمرګي برید کولو اراده یې لرله ونیو او په پروان او کاپیسا ولایتونو کې یې د وسلو او مهماتو یوه ډیپو تصرف کړه.

افغانستان ټایمز د اکتوبر په ۱۸مه د ملي امنیت د ادارې له قوله راپور ورکړ چې قانون نافذوونکیو ادارو د ترهګرۍ یو پلان شنډ کړ او یو داسې کس یې چې په چاودونکیو توکو سمبال یوه موټرسایکل په کارولو سره یې د ځانمرګي برید ترسره کولو اراده لرله د پروان ولایت په چاریکارو ښار کې ونیو.

د ملي امنیت ریاست زیاته کړه چې، د ملي امنیت منسوبینو همدارنګه په کاپيسا ولایت کې د یوې حملې په ترڅ کې د وسلو یوه ډیپو، اته ګرنټ ویشتونکي توپک، ۱۲۰۰۰ مرمۍ، او دوه نظامي لباسونه ونیول.

په عین حال کې، رسنیو راپور ورکړ چې افغان طالبانو او حکومت د قطر په دوحه ښار کې دوه دورې پټې خبرې ترسره کړې.

ازادۍ راډېو د یوه چارواکي له قوله د نوم نه ښودلو په شرط د اکتوبر په ۱۸مه راپور ورکړ چې افغان چارواکو او د طالبانو استازو د سپتمبر له لومړیو راهیسې په دوحه کې دوه ځلې سره کتلي دي.

د برتانیا د ګارډین ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې دواړو خواوو په سپتمبر کې بیا یو له بل سره خبرې اترې پیل کړې، او لیکلي یې دي چې د اروښاد ملا محمد عمر ورور، ملا عبدالمنان اخوند، په خبرو کې د طالبانو استازیتوب کاوه.

د ګارډین د اکتوبر په ۱۸مه راپور ورکړ چې د افغانستان د استخباراتو مشر معصوم ستانکزي په دوحه کې له ملا اخوند سره یوه ملاقات درلود.

طلوع نیوز د اکتوبر په ۱۸مه د افغان ولسمشر د دفتر د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړ چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم له ستانکزي سره په ملاقات کې موجود وو.

خو ډان د اکتوبر په ۱۹مه راپور ورکړ چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبرو یا ملاقاتونو له راپورونو څخه انکار وکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500