د کندوز لپاره د طالبانو تش په نامه والي په هوایي برید کې ووژل شو

ای ایف پي

کابل -- ای ایف پي د دوشنبې په ورځ /د فبروري ۲۷مه/ د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د افغان طالبانو یو قوماندان په یوه هوایي برید کې ووژل شو، او دا یې هغې یاغي ډلې ته یوه لویه ضربه وبلله.

د کندوز لپاره د طالبانو تش په نامه والي ملا عبدالسلام اخوند د یکشنبې په ورځ /د فبروري ۲۶مه/ هغه وخت ووژل شو چې په دشت ارچي کې یې یو ملاقات ترسره کاوه.

د کندوز والي اسدالله امرخیل وویل، «هغه له پنځو نورو کسانو سره یو ځای په کور کې ووژل شو،»

طالبانو «د کندوز فاتح» په مړینه اعتراف کړی دی.

اخوند له ۲۰۱۱ کال راهیسې په کندوز کې د ګڼو حملو د ترسره کولو لپاره د یاغیانو لارښوونه کړې وه.

د عبدالسلام اخوند تر مشرۍ لاندې طالبانو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال کې په کندوز ښار حملې وکړې. دواړه وارې، ایتلاف هغوی پسې واخیستل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500