کندوز، افغانستان -- د خامه پرېس د راپور له مخې، د افغان ملي اردو یوه قوماندان شیرعزیز کامه وال وویل، یوه ځانمرګي بمي بریدګر شنبه /د جنوري ۲۱مه/ د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې لږ تر لږه څلور تنه طالبان ووژل او د کندوز لپاره د طالبانو والي ملا عبدالسلام اخوند یې تپي کړ.
طالبان یوې مېلمستیا ته تللي ول. هېڅ ډلې د یادې پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.
په افغانستان کې د طالبانو بېلابېلې ډلې په جنګ کې ښکېلې دي، او هم له داعش سره جګړه کوي.