افغان ځواکونو په ننګرهار او کندوز کې په لسګونو طالبان ووژل

د سټاف راپور

کندوز، افغانستان -- رسنیو راپور ورکړ چې افغان ځواکونو په وروستیو وختونو کې په کندوز او ننګرهار ولایتونو کې په جګړه کې په لسګونو طالبان ووژل.‌

د کندوز ولایت د امنیې قوماندان هجرت الله اکبري افغانستان ټایمز ته وویل چې عسکرو د اګست په ۲۰ مه د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۳۸ تنه اورپکي ووژل، په داسې حال کې چې خپل دوه کسان یې له لاسه ورکړل.‌

اکبري وویل چې په عین ورځ عسکرو د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د طالبانو یوه حمله په شا وتمبوله.‌

افغانستان ټایمز د اګست په ۲۱مه د چارواکو له قوله ولیکل چې، په عین حال کې،‌ افغان ځواکونو په وروستیو وختونو کې ۱۰۰ تنه طالبان وروسته له هغه ووژل او ټپیان کړل چې دغې ترهګرې ډلې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ حمله وکړه.‌ د وژل شویو او ټپي شویو کسانو بېلابېلې شمېرې نه دي ورکړل شوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500