۹۰ افغان اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- چارواکو وویل چې، افغان عسکرو په تازه پېښو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۹۰ تنه اورپکي ووژل په داسې حال کې چې دوه تنو عسکرو هم ژوند له لاسه ورکړ.

د خامه پرېس د اګست د ۸مې د راپور په اساس د ننګرهار ولايتي ادارې وویل چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د قهر په عملیاتو کې د داعش لږ تر لږه ۱۲ تنه ووژل شول.

خامه پرېس د اګست په ۷مه د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ چې افغان هوایي ځواک په یوه تازه برید کې په اچین ولسوالۍ کې د داعش ۶ تنه نور غړي هم ووژل.

افغانستان ټایمز د اګست په ۷مه د افغان ملي اردو د ویاند غلام حضرت کریمي له قوله راپور ورکړ چې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې یوې هوایي حملې په وروستیو وختونو کې د کندوز ولایت له پاره د طالبانو د تش په نامه مرستیال والي او د طالبانو د ولسوال په شمول لږ تر لږه ۴۰ تنه طالبان ووژل.

کریمي وویل چې دغه هوایي حمله وروسته له هغه وشوه چې طالبانو په امام صاحب ولسوالۍ کې په یوه امنیتي پوسته کې دوه تنه عسکر ووژل.

د افغانستان ټایمز د عین راپور په اساس، د دفاع وزارت وویل چې عسکرو د کندوز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۳۰ تنه اورپکي ووژل.

په ورته وخت کې، پژواک خبري اژانس د لوګر د والي د ویاند سلیم صالح له قوله راپور ورکړ چې پولیسو د اګست په ۷مه د لوګر په پل عالم کې دوه کسان چې غوښتل یې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي مخکې له هغې چې هغوی ځانونو ته چاودنې ورکړي وویشتل او ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500