تروريزم

طالبانو د کندوز د اوسېدونکیو پر ضد وحشتونه ترسره کړل

سلیمان

طبی عمله په اکتوبر کې په کندوز کې په یوه روغتون کې د ناروغانو تداوي کوي. طالبان چې د لنډې مودې لپاره د ولایت مرکز ته ننوتي دي، اوسېدونکي شکنجه کوي او هغوی د انساني سپر په توګه استعمالوي. [سلیمان]

طبی عمله په اکتوبر کې په کندوز کې په یوه روغتون کې د ناروغانو تداوي کوي. طالبان چې د لنډې مودې لپاره د ولایت مرکز ته ننوتي دي، اوسېدونکي شکنجه کوي او هغوی د انساني سپر په توګه استعمالوي. [سلیمان]

کندوز -- چارواکو وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو کندوز ښار د اکتوبر په ۱۲مه له یوې اونۍ جګړو څخه وروسته له طالب اورپکو څخه پاک کړ.

په هغه لنډه موده کې چې طالب اورپکي د ولایت مرکز ته ننوتل، اوسېدونکیو راپور ورکړ چې له سختو او بدو وحشتونو سره مخامخ دي.

د کندوز اوسېدونکیو سلام ټایمز ته وویل، طالب جنګیالیو د اوسېدونکیو کورونه او تجارتي ځایونه ونیول او له افغان امنیتي ځواکونو سره د جګړې پر وخت یې ملکي خلک د سپر په توګه وکارول.

د کندوز ښار د درېیمې ناحیې یوه اوسېدونکي چې دې ته مجبور شوی وو چې خپل کور پرېږدي او تخار ولایت ته کډه شي وویل، «طالبانو زمونږ او زمونږ د ګاونډیانو کورونه په مورچلو او نظامي سرپناوو باندې بدل کړل.»

هغه د هغو حالاتو په هکله معلومات ورکړل چې طالبانو د هغوی سیمه ونیوله او سلام ټایمز ته یې وویل، «هغوی مونږ ته اجازه نه راکوله چې مونږ له خپلو کورونو څخه وځو او له جګړې څخه وتښتو. طالبانو زمونږ کورنۍ دې ته مجبورې کړې چې د اورپکو لپاره خواړه تیار کړي.»

هغه وویل، «کله چې امنیتي ځواکونو خپلې حملې زیاتې کړې او زمونږ سیمې ته رانژدې شول، طالبان وتښتېدل، چې دغه حالت مونږ ته فرصت راکړ چې تخار ولایت ته راشو، خو په ډېرو کړاوونو.»

د کندوز یوه بل اوسېدونکي عبدالرؤف چې د قالینو دوکان یې د طالبانو له خوا ویجاړ کړای شوی وو دې ته ورته وارخطا کوونکې تجربه لرله.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «بې رحمه جنایتکارو طالبانو لومړی زه شکنجه کړم او هغه پيسې چې ما په دوکان کې ساتلې وې یې راڅخه واخیستې، او بیا یې زما دوکان راته وسوزاوه.»

هغه وویل، «دا دوکان، چې ما پرې د خپل عمر ۲۰ کاله لګولي ول او جوړ کړی او وده مې ورکړې وه، زما ټوله شتمني وه.»

امنیتي ځواکونه په کندوز کې «پوره حضور» لري

د کندوز د امنیې قوماندان برید جنرال قسیم جنګل باغ خلکو ته اطمینان ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونه د دې لپاره قربانۍ ورکوي چې د کندوز خلک خوندي کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ملي پولیس ځواکونه، ملي اردو او د ملي امنیت ریاست خپلې ټولې هڅې کوي چې د خلکو ژوند او شتمنۍ خوندي کړي.»

باغ وویل، «په کندوز کې د څو ورځنۍ جګړې پر مهال، طالبانو ته غیرمتوقع او درانه تلفات ور واوښتل. تر اوسه پورې، زمونږ امنیتي ځواکونو په لسګونو طالبان وژلي چې ۷ تنه قوماندانان یې هم په کې شامل دي، او مونږ د کندوز ښار په لمنو کې پرمختګ کوو.»

هغه وویل، «خلک باید مطمئن شي چې مونږ په کندوز کې پوره حضور لرو او دا چې مونږ به ټولو سیمو او کورونو څخه، چې طالبانو د نظامي بیسونو په حیث استعمالول، ترهګر وباسو.»

باغ طالبانو ته یو سخت اخطار ورکړ. هغه وویل، «مونږ به کندوز ستاسو او ستاسو د ملاتړو لپاره په هدیره بدل کړو.»

د کندوز د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني وویل، «د طالبانو وحشت او ظلم، او همدارنګه هغه جګړه چې په دغه اورپکي ګروپ باندې تپل شوې ده، په کندوز کې په زرګونو خلک دې ته مجبور کړي دي چې خپل کورونه ترک کړي او په ګاونډیو ولایتونو کې سرپناه ولټوي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو ترهګر ګروپ په هېڅ اسلامي اساساتو او قوانینو باندې عمل نه کوي. دا دلیل دی چې طلبانو، په کندوز کې د هغوی د لنډمهالي حضور پر وخت، د خلکو دوکانونه وسوزول او د کندوز د سلګونو خلکو ژوند یې د هغوی په کورونو کې د پناه اخیستلو له امله له خطر سره مخامخ کړ.»

د کندوز خلک به د طالبانو پر ضد را پاڅېږي

په ولسي جرګه کې د کندوز استازی کمال ساپی وایي، «د کندوز خلک نور هغه ظلمونه نشي تحمل کولی چې طالبانو پرې ورتپلي دي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مرکزي او محلي چارواکي باید لا نورې هڅې وکړي چې هم طالبان محدود کړي، او هم د کندوز خلکو ته امنیت برابر کړي، او په دې توګه په کندوز کې د طالبانو له خوا د نورو وحشتونو د ترسره کولو مخه ونیسي.»

هغه وویل، «زمونږ د خلکو صبر په ختمېدو دی. که دا حالات دوام وکړي، د کندوز ټول خلک به د طالبانو پر ضد راپورته شي.»

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري طالبان وغندل، او هغوی یې د یوه «کمزوري» او «ډارن» ګروپ په نامه یاد کړل.

هغه وویل، «طالب اورپکو خلک یرغمل کړل، هغوی یې د خوندي کوونکیو سپرونو په توګه وکارول او د هغوی له کورونو نه یې د نظامي مورچلو کار واخیست.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو د ډلې ترهګر غړي دا قوت نه لري چې د افغان امنیتي ځواکونو له زړورو سرتېرو سره مخامخ شي. په دې دلیل، طالبان بې دفاع ښځې، ماشومان او زاړه خلک د انساني سپرونو په توګه استعمالوي، چې هغوی ژوندي پاتې شي او جنګ ته دوام ورکړي.»

وزیري وويل، په کندوز کې د څو ورځنۍ جګړې په ترڅ کې، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې له ۳۰۰ تنو څخه ډېر یاغیان ووژني او په لسګونو نور یې ونیول.

هغه وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه شپه ورځ کار کوي چې طالبان له منځه وېسي او کندوز ته بېرته امنیتي او ثبات راوړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500