افغان ځواکونه د هلمند لپاره نوی د ترهګرۍ ضد پلان جوړوي

د سټاف راپور

لښکرګاه -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې د هلمند والي حیات الله حیات د اکتوبر په ۱۹مه وویل، افغان امنیتي ځواکونو داسې یو امنیتي پلان جوړ کړی چې د ولایت مرکزي ښکار لښکرګاه ته د اورپکو د پرمختګ او ورننوتلو مخه نیسي.

هغه وویل، نوی امنیتي پلان به په اورپکۍ ځپلي ولایت کې په امنیتي شرایطوباندې مثبتې اغېزې ولري.

په عین حال کې، د لوګر ولایت د جنایي پولیسو مشر ډګروال محمد جان پژواک خبري اژانس ته وویل، د راپورونو له مخې طالب اورپکو د اکتوبر په ۱۹مه د یاد ولایت د پل عالم ولسوالۍ له الیاس کلي څخه لږ تر لږه ۲۰ تنه ماین پاکان تښتولي دي.

عابد وویل، دغو ماین پاکانو په یوه میني بس موټر کې سفر کاوه چې نا پېژاندو وسله والو یوه نامعلوم ځای ته بوتلل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500