په فاریاب کې ۱۳ کسان ټپیان شول؛ په ننګرهار کې ۱۹ کسان د داعش له یرغمل څخه وژغورل شول

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې په فاریاب ولایت کې د اورپکو په تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۳ تنه افغانان ټپي شول، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش له خوا د یوې کورنۍ ۱۹ تنه یرغمل نیول شوي غړي وژغورل.

پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې د طالبانو یوې د هاوان مرمۍ د نومبر په ۱ د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې ۶ تنه ماشومان چې د ۴ او ۱۴ کالونو ترمنځ عمرونه یې لرل ټپي کړل.

د فاریاب والي سید انور سادات وویل چې د اورپکو د دوه ډلو تر منځ جګړې د نومبر په ۱ نېټه د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کې ۷ تنه افغانان ټپي کړل.

په عین حال کې پژواک خبري اژانس د کاپیسا د امنیې قوماندان له قوله راپور ورکړ چې یوه مقناطیسي بم د نومبر په ۳مه د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې یو پولیس افسر ټپي کړ.

طلوع نیوز د نومبر په ۲مه راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د یوې کورنۍ هغه ۱۹ تنه غړي چې د داعش له خوا یرغمل نیول شوي وو وژغورل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500