کابل -- افغان ځواکونو په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۱۶ تنه شکمن اورپکي او ۳ تنه شکمن تښتوونکي ونیول په داسې حال کې چې ۳۷ تنه یرغمل نیول شوي کسان یې راخوشې کړل.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د ملي امنیت ریاست د نومبر په ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې وویل، امنیتي منسوبینو په کندهار ولایت کې د طالبانو درې مرکزونه مات کړل، او ۱۴ تنه شکمن اورپکي او د وسلو یوه ذخیره یې ترې ونیوله. افغانستان ټایمز د نیول شویو کسانو شمېر ۱۵ تنه ښودلی دی.
طلوع نیوز راپور ورکړ، شکمنو طالبانو اعتراف وکړ چې ۷ تنه ملکي مامورین یې وژلي دي.
په عین حال کې، خامه پرېس د ځایي سرچینو له قوله راپور ورکړ چې عسکرو د نومبر په ۱۵مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې دوه هلکان چې ۱۲ او ۱۴ کاله عمرونه یې لرل ونیول. خامه پرېس د مقاماتو له قوله راپور ورکړ چې دغه هلکان د فاریاب اوسېدونکي ول او د داعش له خوا استخدام شوي ول.
د خامه پرېس د راپورله مخې، د کورنیو چارو وزارت وویل چې افغان ځواکونو د نومبر د ۱۵مې په وروستیو کې ۳۶ تنه ملکي خلک چې د هلمند ولایت په ګرېشک ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا چلېدونکي زندان کې بندیان ول وژغورل. اورپکي وتښتېدل.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د ملي امنیت ریاست د نومبر په ۱۵مه وویل چې په فراه ولایت کې د ملي امنیت ادارې په وروستیو کې یوه تښتول شوي شپږ کلن هلک ته نجات ورکړ او درې تنه شکمن تښتوونکي یې ونیول.
دغه هلک ۴۰ ورځې مخکې تښتول شوی وو.