کابل -- پژواک خبري اژانس د نومبر په ۳مه راپور ورکړ چې د افغان ولسمشر اشرف غني د نومبر په ۲مه وویل چې په افغانستان کې ۳۰ ترهګر ګروپونه فعالیت کوي، خو حکومت دې ته ژمن دی چې سوله او ثبات راولي.
د غني له دفتر څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وایي، غني په کابل کې یوه امنیتي کانفرانس ته خبرې کولې، او زیاته یې کړه چې د افغان ملي اردو، افغان ملي پولیسو او د ملي امنیت د ریاست قوماندانان په یاده غونډه کې حاضر ول.
غني د امنیتي ځواکونو قربانۍ وستایلې، او ویې ویل چې افغانان پوهېږي چې د هغوی امنیتي ځواکونه د ثبات او د قانون د تنفیذ یوازنۍ منبع ده.
هغه وویل، د اورپکو ګروپونه او غیرقانوني وسله والې ډلې نشي کولی چې افغانستان بې ثباته کړي.