افغان ځواکونو ۳۷ تنه اورپکي ووژل، ۱۹ تنه نور یې ونیول

د سټاف راپور

کابل -- افغان ځواکونو په وروستیو وختونو کې لږ تر لږه ۳۷ تنه اورپکي ووژل او ۱۹ تنه نور شکمن اورپکي یې توقیف کړل.

د افغانستان ټایمز د نومبر د ۹مې د راپور له مخې، د دفاع وزارت وویل چې په هغو ۳۷ تنو یاغیانو کې چې په بېلابېلو ولایتونو کې وژل شوي ول د طالبانو شپږ قوماندانان هم شامل ول.

د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې په وروستیو وختونو کې درې تنه طالبان ووژل. ښایي چې هغه درې تنه د هغو ۳۷ تنو برخه وي چې افغانستان ټایمز یې د مړینې خبر ورکړی دی.

افغانستان ټایمز د کورنیو چارو د وزارت د نومبر د ۹مې د خبرپاڼې په استناد راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو په وروستیو وختونو کې په اروزګان ولایت کې یو پولیس افسر چې له طالبانو سره د اړیکو لرلو تور پرې پورې وو ونیو.

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، په عین حال کې پولیسو د نومبر په ۹مه وویل چې ځانګړیو ځواکونو د خوست ولایت په پل عالم ولسوالۍ کې د حقاني شبکې دوه تنه شکمن فعالان توقیف کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500