افغان ښځې غواړي چې په هوایي ځواک کې کار وکړي

د سټاف راپور

کابل -- طلوع نیوز د نومبر په ۱۰مه د کابل اوسېدونکې او د افغان هوایي ځواک زده کوونکې صابرې رضایي سره د یوې مرکې په استناد راپور ورکړ چې هغه هیله لري چې افغان هوایي ځواک ته لاره وکړي.

هغې وویل، «زه غواړم چې په اسمان کې د الوتلو له لارې... د خپلو خلکو خدمت وکړم.» د هوایي ځواک نورو ښځینه زده کوونکیو زهره نبي زاده او شمیم نوري هم له طلوع نیوز سره په خبرو کې دې ته ورته هیلې وښودلې.

رضاعي پخوا په کابل پوهنتون کې فارمسي لوستلې، خو تل یې هیله لرلې چې پیلوټه شي.

د افغانستان د هوایي ځواک اکاډمي ۲۱۵ تنه زده کوونکي لري، چې ۵ تنه یې ښځې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500