کابل -- طلوع نیوز د افغانستان د شمال ختیځ زون د پولیسو د قوماندان خلیل الله ضیائي له قوله راپور ورکړ، چې افغان هوایي ځواک د کندوز ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه مرستیال والي او درې تنه نور یاغیان د دوشنبې په ورځ / د جولای ۱۷ مه/ ووژل.
هغه وویل، د چاردرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو یو پخوانی تش په نامه ولسوال هم ووژل شو.
افغان سرتېرو او ځایي اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ د غور ولایت په تیووره ولسوالۍ کې د اورپکو یو برید په شا وتمباوه او لږ تر لږه ۱۳ تنه طالبان یې ووژل. طلوع نیوز د ولایت د امنیه قوماندانۍ له قوله راپور ورکړ، چې ۴ تنه پولیس افسران او یو ملکي کس هم ووژل شول.
خامه پرېس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش یو مشکوک غړی چې په جلال اباد باندې د برید د پلان تور پرې لګېدلی دی، ونیو.