جلال اباد -- رسنیو د دوشنبې او سې شنبې په ورځو /د سپتمبر ۱۸-۱۹مه/ راپور ورکړ، چې په ننګرهار او جوزجان ولایتونو کې په جګړو کې ۱۳ تنه اورپکي ووژل شول.
طلوع نیوز د کورنیو چارو د وزارت له قوله راپور ورکړ، چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان هوایي ځواک د یکشنبې د ورځې /د سپتمبر ۱۷مې/ یوه برید د داعش ۹ غړي ووژل.
د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، ولایتي ادارې وویل، چې افغان هوایي ځواکونو د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۳ تنه پاکستاني اورپکي ووژل.
خامه پرېس د افغان ملي اردو له قوله راپور ورکړ، چې عسکرو د سې شنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۹مه/ د جوزجان ولایت لپاره د طالبانو یو تش په نامه مرستیال والي وواژه.