د افغان اردو جنرال د الوتکې په لوېدو کې ووژل شو

ای اېف پي/ د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې د افغانستان په بادغیس ولایت کې د نومبر په ۲۹مه د الوتکې په لوېدلو کې د افغان ملي اردو یو قومانان ووژل شو.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وویل چې جنرال محی الدین د ۲۰۷ قول اردو قوماندان وو او د اېم آی - ۱۷ الوتکې د لوېدلو په پېښه کې ووژل شو. رادمنش وویل چې الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله ولوېدله.

په ورته وخت کې، امنیتي ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په وروستیو جګړو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه اورپکي ووژل. افغانستان ټایمز راپور ورکړ چې لږ تر لږه ۱۴ تنه طالبان او یو پولیس افسر د نومبر په ۲۸مه وروسته له هغه ووژل شول چې طالبانو د کندهار ولایت په نېش ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو برید وکړ.

د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، چارواکو د نومبر په ۲۹مه وویل چې په عین ورځ امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت په لښکرګاه کې د طالبانو د استخباراتو یو مشر ونیو او د یوه قوماندان په ګډون یې لږ تر لږه ۹ تنه اورپکي د اروزګان ولایت په ترینکوټ کې ووژل.

په یوه بل خبر کې، خامه پرېس د نومبر په ۲۹مه د جوزجان ولایت د امنیې قوماندان عبدالحفیظ خاشي له قوله راپور ورکړ چې طالبانو په وروستیو وختونو کې د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې په یوه کور کې یو سړی او د هغه مېرمن ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500