سوېډنۍ موسسې په سمنګانو کې د ۷ ښوونځیو جوړونه بشپړه کړه

د سټاف راپور

کابل -- پژواک خبري اژانس د ډسمبر په ۱ راپور ورکړ چې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په وروستیو وختونو کې په سمنګان ولایت کې د ۷ ښوونځیو جوړونه پای ته ورسوله او د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ریاست رغونه یې پيل کړه.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې (اېس سي ای) او د سمنګانو د پوهنې د ریاست چارواکو وویل، دغه ۷ ښوونځي -- چې دوه یې په ایبکو او پنځه نور یې په بېلابېلو کلیو کې دي -- به د هلکانو او نجونو په شمول ۳۶۰۰ شاګردانو ته د زده کړو اسانتیا برابره کړي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس شېرعلي قاسمي وویل، په بدخشان کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ریاست لپاره د یوې دوه منزله ودانۍ جوړونه د ډسمبر په ۱ پیل شوه.

هغه وویل، تمه ده چې د دې ودانۍ جوړونه په یوه کال کې بشپړه شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500