په افغانستان کې ۵۷ اورپکي او ۲ عسکر ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- په افغانستان کې په وروستۍ جګړه کې لږ تر لږه ۵۷ تنه اورپکي او دوه تنه عسکر ووژل شول.

د خامه پرېس د ډسمبر د ۶ مې د راپور له مخې، د هلمند ولایت د رسنیو دفتر وویل چې افغان سرتېرو په وروستیو وختونو کې په هلمند ولایت کې لږ تر لږه ۳۸ تنه اورپکي ووژل. همدارنګه، دغې خبري ادارې د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ چې امنیتی ځواکونو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش دوه تنه غړي ووژل.

په ورته وخت کې، پژواک خبري اژانس د فاریاب ولایت د والي سید انور سادات له قوله راپور ورکړ چې یوه عملیات چې د ډسمبر په ۵ مه په فاریاب ولایت کې پای ته ورسېد ۷ تنه اورپکي ووژل.

او د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد د ډسمبر په ۵ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې په یوه وروستۍ جګړه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه طالبان او دوه تنه افغان سرتېري ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500