کابل -- د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر ۸ مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو وختونو کې د یوه قوماندان په شمول ۲۶ تنه طالبان ووژل.
ځواک وویل چې سرتېرو د تېرو څو ورځو په بهیر کې په دوه ولسوالیو کې اورپکي ووژل، او زیاته یې کړه چې هغوی ډېر ځمکني ماینونه شنډ کړل او خواوشا ۳۰۰ کیلوګرامه اپین یې ونیو.
د خامه پرېس د جمعې د ورځې (د ډسمبر ۹مه) د یوه راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت وویل چې په عین حال کې سرتېرو په وروستیو وختونو کې د کابل ولایت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې په وروستیو وختونو کې دوه راکټونه چې اورپکو غوښتل د کابل په ښار یې ورخوشې کړي شنډ کړل.