کابل -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر ۸ مه) راپور ورکړ چې کارکوونکیو په وروستیو وختونو کې په کابل کې د دارالامان د ماڼۍ د بیارغونې لومړۍ مرحله تکمیل کړه.
افغان ولسمشر اشرف غني او د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په شریکه د می په میاشت کې د ماڼۍ د بیارغونې کار پرانست. دغه ماڼۍ چې اوس ویجاړه شوې ده په ۱۹۲۰مو کلونو کې د امان الله خان پاچا د واکمنۍ پر وخت جوړه شوې وه.
په یوه مجلس کې چې د ماڼۍ دننه د بیا رغونې په هکله د خبرو اترو لپاره جوړ شوی وو غني وویل چې دغه ماڼۍ به د بهرنیو جیګپوړو هیئتونو د کوربه توب لپاره وکارول شي او یو وخت به د ملي موزیم په توګه هم ترې کار واخیستل شي.
د بیا رغونې په لومړۍ مرحله کې د خرابې پاکول او د خوازو لګول شامل ول.