کابل -- بي بي سي د سه شنبې په ورځ /د ډسمبر۲۰مه/ راپور ورکړ چې اورپکو په افغانستان کې په وروستیو وختونو کې د یوې تښتول شوې جوړې یوه ویډیو خپره کړه چې د هغوی د «بدمرغې» تښتونې د پای ته رسولو غوښتنه یې کوله.
کاناډایی جوشوا بوایل او امریکایۍ کیتلان کولمن په ویډیو کې له دوه ماشومانو سره ښکاري چې ویل کیږي د هغوی د یرغمل پر وخت زېږېدلي دي.
دا ویډیو د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۹مه/ په یوټیوب وښودل شوه.
د طالبانو پلوي حقاني شبکې دغه جوړه په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان ته د هغوی د چکري سفر پر وخت نیولې وه.
اورپکي په افغانستان کې د هغوی د درې تنو بندي ملګرو د خوشې کولو غوښتنه کوي.