کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې افغان عالمانو د پنجشنبې په ورځ /د جنوري ۵ مه/ په کابل کې په یوه سیمینار کې وویل، اسلام د سولې او زغم دین دی، او دا چې ترهګر د دې په هکله معلومات نه لري، نو په غلط ډول یې تفسیروي.
په سیمینار کې سیاسي ډلې، د پارلمان غړي او پخواني طالب چارواکي راټول شوي ول. دغه سیمینار د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان ډلې ترتیب کړی وو.
برخه والو په دې هوکړه وکړه چې اورپکي د اسلام او مسلمانانو تصویر خرابوي، او په طالبانو یې تاکید وکړ چې د سولې پروسې سره یوځای شي.
دیني عالم سمیع الله ریحان وویل، «وطن ټول وینو نیولی دی. اوس مونږ سولې ته ضرورت لرو.»
د ولسي جرګې غړي میرویس یاسیني وویل، «داعش د دین په هکله هېڅ نه پوهېږي.»