داعش په ننګرهار کې د مدرسې ۱۳ استادان وتښتول او ۲۰ کورونو ته یې اور ورته کړ

د سټاف راپور

جلال اباد -- رسنیو راپور ورکړ چې،‌ د راپورونو له مخې د داعش اورپکو په ننګرهار ولایت کې ۱۳ تنه د مدرسې استادان وتښتول او ۲۰ کورونو ته یې اور ورته کړ.‌

د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادۍ راډېو ته وویل، داعش دغه استادان په یکشنبه / د جنوري ۱۵مه/ په هسکه مېنه ولسوالۍ کې وتښتول.‌

خوګیاڼي زیاته کړه،‌ مقامات کوشش کوي چې استادان په خوندي توګه او ژر راخوشې کړي.‌

په عین حال کې،‌ افغانستان ټایمز راپور ورکړ چې د کوټ ولسوالۍ ولسوال حاجي رحمان په دوشنبه /د جنوري ۱۶مه/ وویل،‌ د داعش اورپکو په یکشنبه/ دجنوري ۱۵مه/ په یاده ولسوالۍ کې ۲۰ کورونو ته اور ورته کړ.‌

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، دوه ورځې وړاندې داعش په دې ولسوالۍ کې ۶۵ کورونو ته اور وراچولی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500