کابل -- چارواکو وویل، اورپکو په بادغیس ولایت کې دوه ډاکتران وتښتول او په نیمروز ولایت کې یې د تعمیراتي چارو یو کارګر وواژه.
خامه پرېس جمعه / د فبروري ۲مه/ راپور ورکړ چې طالبانو دغه ډاکتران هغه وخت وتښتول چې قادس ولسوالۍ ته روان ول. د بادغیس ولایتي ادارې تایید کړه چې طالبانو ډاکتران یوه نامعلوم ځای ته بوولي دي.
د نیمروز ولایت د عامه فوایدو ریاست رییس انجنیر عبدالعزیز محمدي چارشنبه / د فبروري ۱/ پژواک خبري اژانس ته وویل، اورپکو په دغه ولایت کې د سرک جوړونې یو کارګر چې هغوی تښتولی وو وواژه.
یوه ورځ مخکې، طالبانو د یوې لارۍ موټروان چې د زرنج - دلارام سرک لپاره یې قیر لېږداوه وواژه او دوه د سرک جوړونې کارګران یې په لارۍ کې وتښتول. قرباني شوی شخص یو له یادوه دوه کسانو څخه وو.