افغان طالبانو د جوزجان ۵۲ تنه بزګر وتښتول

د سټاف راپور

جوزجان -- افغانستان ټایمز د چارشنبې په ورځ /د فبروري ۱۵مه/ راپور ورکړ چې طالب اورپکو د جوزجان ولایت له درزاب ولسوالۍ څخه ۵۲ تنه بزګر وتښتول.

د جوزجان د والي ویاند رضا رضایي وویل، بزګران د چل تپې، چاربند او چارسیر سیمو ته د سوزولو د لرګو د راټولولو لپاره تللي ول چې اورپکو لیلی دښتې ته له ځانونو سره بوتلل.

رضایي وویل، تښتول شوي بزګران ازبک دي، او زیاته یې کړه چې محلي علماوو او قومي مشرانو د هغوی د خلاصون لپاره مذاکرات شروع کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500