جلال اباد -- رسنیو د جمعې په ورځ /د فبروري ۳ مه/ راپور ورکړ چې په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه اورپکي، ۴ پولیس منسوبین او یو قومي مشر ووژل شول.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، قومي مشر ملک امیرخان وویل، د داعش ۱۲ غړي هغه وخت ووژل شول چې هغوی پنجشنبه /د فبروري ۲مه/ د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د پولیسو په یوه ځایي پوسته حمله وکړه.
خان زیاته کړه، په حمله کې ۴ تنه پولیس افسران او یو قومي مشر هم ووژل شول.
خامه پریس جمعه /د فبروري ۳ مه/ د هلمند د ولایتي ادارې د یوې خبرپاڼې په اساس راپور ورکړ چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ تنه طالب اورپکي ووژل شول او ۵ پټنځایونه یې ویجاړ کړای شول.