هلمند، افغانستان -- رسنیو راپور ورکړ چې په هلمند او زابل ولایتونو کې په جګړو کې لږ تر لږه ۲۱ تنه اورپکي ووژل شول.
د خامه پرېس د دوشنبې (د فبرورۍ په ۶مه) د راپور له مخې، د دفاع وزارت وویل، د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۰ تنه طالبان ووژل شول.
د زابل ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغان هوایي ځواک په یوه حمله کې د دوشنبې په وځ (د فبرورۍ په ۶مه) د یاد ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې ۱۱ تنه یاغیان ووژل شول.
خامه پرېس د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۶مه) د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې په یوه هوایي حمله کې د ننګرهار ولایت په چپلیار ولسوالۍ کې د طالبانو یو غړی ووژل شو.