کابل -- خامه پریس یکشنبه /د فبروري ۵ مه/ راپور ورکړ چې په هلمند ولایت کې په جګړه کې لږ تر لږه ۵۴ تنه اورپکي ووژل شول.
د دفاع وزارت وویل، افغان سرتیرو په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې په ګډو عملیاتو کې ۵۴ تنه طالبان ووژل.
د خامه پریس د فبرورۍ د ۵ مې د یوه بل راپور په اساس، ولایتي پولیسو وویل، پولیسو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ۴ مشکوک غړي ونیول.