هرات -- خامه پریس د سې شنبې په ورځ / د فبروري ۲۸مه/ راپور ورکړ چې د طالب جنګیالیو یوه ګروپ په هرات کې د سیالې ډلې په یوه کلا یو همغږی برید وکړ.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، لږ تر لږه ۲ ځانمرګو بمي بریدګرو د یکشنبې په ورځ /د فبروري ۲۶مه/ د ملا رسول تر مشرۍ لاندې د سیالې ډلې په یوه کلا برید وکړ، او نښتو نیم ساعت دوام وکړ، چې په نتیجه کې یې بریدګر او د سیالو طالبانو درې تنه جنګیالي ووژل شول.
یوې ډلې هم د دغه پیښې په هکله تبصره ونه کړه.
په عین حال کې، خامه پریس او طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ / د فبروري ۲۸مه/ د چارواکو له قوله راپورونه ورکړل چې، افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په هسکه مینه ولسوالۍ کې د داعش ۷ او د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې ۵ غړي ووژل. په جوزجان کې جګړه د دوشنبې په ورځ / د فبروري ۲۷مه/ پیښه شوه.