په افغانستان کې ۲۱ تنه اورپکي ووژل شول، د طالبانو مهم قوماندان ونیول شو

د سټاف راپور

کابل -- په تیرو دوه ورځو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۱ تنه اورپکي ووژل شول او د طالبانو یو مهم قوماندان ونیول شو.

د خامه پریس د راپور په اساس، چارواکو وویل، د یوه قوماندان په شمول شپږ تنه طالبان د یکشنبې په ورځ / د فبروري ۱۹مه/ د هغه راکټ په وسیله ووژل شول چې هغوی پلان درلود چې د هلمند ولایت په لښکرګا یې ور وتوغوي.

پژواک خبري اژانس د سې شنبې په ورځ /د فبروري ۲۱مه/ راپور ورکړ چې عسکرو په ننګرهار ولایت کې د شاهین ۲۵ په عملیاتو کې د داعش ۱۵ غړي ووژل.

خامه پریس د دوشنبې په ورځ /د فبروري ۲۰مه/ راپور ورکړ چې د ملي امنیت ادارې منسوبینو په لوګر ولایت کې د طالبانو یو مشر وروسته له هغه ونیو چې هغه له پاکستان څخه راستون شو.

د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې وویل، د طالبانو مشر لږ تر لږه د ۳۰ یاغیانو د یوه ګروپ مشري کوله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500